د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او ام) په اسلام آباد کې د “قانوني افغان مهاجرینو، په شمول د ښځو او ماشومانو” د توقیف په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
دې سازمان له پاکستانه غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي چې افغان کډوال باید د قانوني میکانیزمونو له کارولو پرته له خپل هېواده ونه ایستل شي.
په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان د رسنیو مسؤل، عند عزیز آغا وویل: “په پاکستان کې افغان کډوال باید د قانوني پروسیجرونو له ترسره کولو پرته وشړل نشي.”
“د پاکستان د نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونو سره سم، د تحقیقاتو میکانیزمونه باید پلي شي ترڅو هغه اشخاص وپیژندل شي چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري.”
دې سازمان همدارنګه په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د پاکستان او نورو کوربه هیوادونو په ګډون د افغان کډوالو د خوندي راستنیدو ملاتړ وکړي.