افغانستان
په سمنګان کې د یوې کورنۍ اته غړي د ګازو د تنفس له امله مسموم شوي دي
د سمنګان ولایتي روغتون چارواکو ویلي دي چې د دې ولایت په تخت رستم سیمه کې د یوې کورنۍ اته غړي د ګازو د زهري کېدو له امله مسموم شوي دي.
د سمنګان ولایتي روغتون رییس سید عثمان حمیدي په وینا، دا پیښه نن (جمعه، د جنوري ۱۱مه) شاوخوا لس بجې رامنځته شوه.
په پېښه کې دوه ماشومان او درې ښځې هم شاملې وې او د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته وړل شوي وو.
د سمنګان ولایتي روغتون چارواکي وايي چې د څلورو کسانو روغتیايي حالت نازک دی او ټول مسموم شوي کسان دا مهال د سمنګان ولایتي روغتون په بیړني، عمومي او ماشومانو څانګو کې بیړنۍ پاملرنه ترلاسه کوي.