![](https://safir.af/wp-content/uploads/2025/01/IMG_20250109_105423_082-780x470.jpg)
افغانستان
غزني کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي
د غزني ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي وویل چې تېره شپه د کابل-کندهار په لویه لاره د غزني ولایت د اب بند ولسوالۍ په شاوخوا کې د یوه مسافر وړونکي موټر او بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
ښاغلي سرحدي د دې پېښې لامل د سړکونو کنګل کېدل، تیاره او د موټر چلوونکو بې احتیاطي وبلله.