افغانستان

په بغلان کې دوه دیني عالمان د داعش له خوا تر برید لاندې راغلل

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند شیر احمد برهاني وايي، په دغه ولایت کې پر دوو دیني عالمانو د نامعلومو کسانو له خوا برید شوی، چې یو یې عبدالرزاق وژل شوی او بل یې سخت ټپي شوی دی.

د ښاغلي برهاني په وینا، دا پېښه د سه شنبې په ورځ (د مرغومې ۱۸) هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه دیني عالمان یوې غونډې ته روان وو.

ځینو رسنیو ویلي، چې داعش ډلې پر دغو دیني عالمانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button