افغانستان
په بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځی جوړ شو
د لوړو زده کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان په اساس د بدخشان په پوهنتون کې د طب پوهنځی تاسيس شوی دی.
په خبرپانه کې راغلي، چې د دغه پوهنځي د جوړېدو موخه د روغتیا په برخه کې د معیاري لوړو زده کړو پراختیا، د بدخشان اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د دغه ولایت د روغتیايي ستونزو حل دی.