د افغانستان لپاره د مرستو ځانګړي صندوق له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو په موخه له لوګزامبورګ هېواد څخه ۱.۵۶ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.
دغه صندوق نن (سه شنبه، د مرغومې ۱۸مه) په ایکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې له لوګزامبورګ څخه یې د دغو مرستو هرکلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق د معلوماتو له مخې چې د لوګزامبورګ په مرسته د بنسټیزو خدمتونو، معیشت او د ټولنو د هوساینې لپاره فرصتونه برابروي.
همدارنګه، د افغانستان وجهي صندق دغه ملاتړ د هغو افغان کورنیو او ټولنو لپاره چې له جدي ننګونو سره مخ دي، د هیلو په توګه لوستلی دی.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د سړې هوا له پیلېدو سره یو شمېر نړیوالو مرستندویه سازمانونو او ملګرو ملتونو د اقتصادي ننګونو او بشري مرستو ته د خلکو د اړتیا د کچې د لوړېدو خبرداری ورکړی.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په هېواد کې د اقتصادي بحران په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې میلیونونه خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم د یوه راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۲۲،۹ میلیونه وګړي، چې د افغانستان د نفوسو نیمايي برخه جوړوي، د ژوند ژغورنې بشري مرستو ته اړتیا لري.
لوګزامبورګ د نړۍ یو له کوچنیو هیوادونو څخه دی چې په شمال لویدیز اروپا کې موقعیت لري، په لویدیځ او شمال کې د بلجیم، په سویل کې فرانسه او په ختیځ او شمال ختیځ کې له آلمان سره ګډه پوله لري.