افغانستان
د ادبی غلا د مخنیوي لپاره، د هیواد پوهنتونونو لپاره پرمختللي سافټویرونه اخیستل شوي
د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، د معیاري څېړنې او د ادبي غلا د مخنیوي په موخه یې د لومړي ځل لپاره د هېواد پوهنتونونو ته پرمختللی سافټویر (ټرنټین او ګرامرلي) پېرودلي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دې وروسته به په پوهنتونونو کې د يادو سافټويرونو د خپرېدو له لارې د مونوګرافونو، تيسيسونو او د استادانو ترفيع په کارونو کې د غلا مخه ونيول شي.