افغانستان
څه باندې ۲۸ زره جریبه ځمکه د مهاجرینو د اوسیدو لپاره ځانګړې شوه
د ښار او کور جوړونې وزارت اعلان کړی، چې د ځمکې د وېش کمېټې د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۲۸ زره ۱۱۶ جریبه ځمکه د مهاجرینو د استوګنې د جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې دغه کډوال په کابل، غزني، اروزګان، فراه، کندهار، جوزجان، سمنګان، پنجشیر او بامیان ولایتونو کې مېشت شي.