سیمه
شاوخوا ۷۰۰ افغان ډاکټران د ایران په روغتونونو کې کار کوي
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو مرکز اعلان کړی چې د دغه هیواد په روغتونونو کې شاوخوا ۷۰۰ افغان ډاکټران او متخصصین په کار بوخت دي.
د دغه مرکز مشر نادر یار احمدي څرګنده کړه، چې په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال چې قانوني استوګنه لري، له خدماتي بنسټونو سره د همکارۍ له لارې د خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره اړین کارتونه ترلاسه کړي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه زیاته کړه: “د دغو مهاجرینو ډېری یې لوستي کسان دي چې په بېلابېلو برخو کې کار کوي، د بېلګې په توګه د ایران په روغتونونو کې شاوخوا ۷۰۰ متخصص او متخصص افغان ډاکټران کار کوي.”