سیمهنړۍ

الوتکه چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انا بیربروک پکې سپاره وه، دمشق ته ورسېده

انا بیربروک او د هغې فرانسوی سیال به د اروپایی اتحادیې د وزیرانو لخوا د خپل ډول په لومړۍ غونډه کې د سوریې له نوي مشر احمد الشریعه سره جلا جلا وګوري.

د یادولو وړ ده چې نوموړي د سوریې پلازمینې دمشق ته په رسیدو سره د سیدنایه مشهور زندان څخه لیدنه وکړه.

په همدې حال کې بلومبرګ د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر په حواله راپور ورکړی چې اروپايي ټولنه غواړي له سوریې سره د واک د سوله ییز انتقال او د بیارغونې په هڅو کې مرسته وکړي.

په سیاسي بهیر کې د سوریې د ټولو وګړو له ګډون پرته به په سوریه کې نوی پیل نه وي.

موږ د حیات التحریر الشام شالید پیژنو، خو په تاریخي شیبه کې باید د سوریې د ملاتړ فرصت له لاسه ورنکړو.

د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/16378?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button