پاکستان ته د ناقانونه ننوتلو په تور ۷۲ افغانان ونیول شول
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، چې دغه افغان اتباع د سفر قانوني اسناد نه لري او وروسته له هغه چې پرون (مرغومې ۱۱مه) د چاغي ولسوالۍ په برچۍ ولسوالۍ کې ونیول شول.
نوموړي ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره په خپلو سرحدي سیمو کې د ناقانونه لارو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د دغه هېواد سرحدي ځواکونو په ۲۰۲۴ کال کې ۱۰ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د چاغي ولسوالۍ له بېلابېلو سرحدي سیمو څخه د ۲۷۷۹ نارینه، ۳۳۸ ښځو او ۲۹۰ ماشومانو په ګډون ۳۸۲۶ افغانان نیول شوي دي.
دغه افغان کورنۍ چې په ناقانونه توګه پاکستان ته داخلې شوې وې، له څېړنو وروسته افغانستان ته ولېږدول شوې.
پاکستاني چارواکو ویلي دي چې اسلام اباد له افغانستان سره خپله پوله له نږدې څاري چې د غیرقانوني ننوتلو د مخنیوي، د قانون او نظم د ساتلو او د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.