افغانستاننړۍ

یونیسف څه باندې ۴۷۰ زره افغان ماشومانو ته د خوارځواکي ماشومانو لپاره ځانګړي خواړه برابر کړي دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، سږ کال یې په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې په هدف څه باندې ۴۷۵ زره ماشومانو ته طبي خواړه برابر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دغه معالجوي خواړه د ۳۳۰۰ خدماتي مرکزونو له لارې برابرېږي.

د افغانستان په ایکس کې یونیسف وايي چې خواړه “د پروټین، غوړ، ویټامینونو او منرالونو څخه بډایه دي، د خوړو لپاره چمتو شوي درمل د شدید خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره یو پیاوړی حل دی.”

د هجري لمریز کال په لومړیو کې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲.۹ میلیونه ماشومان له پنځو کلونو کم عمره له خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه سازمان زیاتوي، چې له دې جملې څخه ۸۵۰ زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، په «حاد خوارځواکۍ» اخته دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو ناامني د یوه بحران په توګه په خپریدو ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button