افغانستان
مجاهد: اسلامي امارت د افغانانو په جهاد او سرښندنو وياړي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د مرغومې د شپږمې نیټې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې چې د پخواني شوروي د سرو لښکرو لخوا پر افغانستان د یرغل د ۴۵ کلیزې په مناسبت خپره شوې ویلي چې اسلامي امارت د پخواني شوروي یرغل په کلکه غندي. د مرغومې په شپږمه اتحاد او د افغانانو پر جهاد او قربانۍ وياړي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو پر وړاندې د افغانانو جهاد به راتلونکي نسلونه په دې پوه کړي چې د خپل دين او وطن د دفاع په لاره کې بايد تل د خپلو نيکونو لار تعقيب او هر ډول تیري او ظلم پر وړاندې يې په مېړانه ودرېږي.
له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د سلواغې په شپږمه نېټه د شوروي سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ، چې د افغانانو له کلکې مبارزې سره مخ شول او بالاخره له لس کلن اشغال وروسته له افغانستانه وتلو ته اړ شول.