افغانستان

د هېواد په څلورو ولایتونو کې به د اسان خدمت مرکزونه جوړ شي

د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د مدیریت او تطبیق کمېټې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ننګرهار، هرات، بلخ او هلمند په ګډون د هېواد په څلورو لویو ولایتونو کې دې د آسان خدمت مرکزونه جوړ او فعال شي.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د جوزجان، ننګرهار، ميدان وردګو او د غزني ولايت د اندړو په ولايتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د نويو مرکزونو د جوړولو په اړه هم خبرې وشوې.

د يادونې وړ ده، چې دا مهال په کابل، کندهار او خوست ولايتونو کې د آسان خدمت مرکزونه فعال دي، چې هره ورځ سلګونه کسانو ته خدمات وړاندې کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button