افغانستان
په فراه ولایت کې د “کج صمد” د لوی بند د څېړنې چارې پیل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، په فراه ولایت کې د “کج صمد” د اوبو د لوی بند د څېړنې چارې د دغه وزارت د وزیر ملا محمد یونس اخندزاده په مشرۍ پیل شوې.
د کلیو پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند د څه باندې دوه میلیارد افغانیو په ارزښت او د څه باندې ۵۶ مترو په لوړوالي جوړېږي، چې د ۱۴۰ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري او په بشپړېدو سره به یې ۱۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.