د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په لوګر ولایت کې د ۱۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکې د جوړولو تړون د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغان ساکو خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د دې پروژې قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره شوی او په تطبیق سره به یې هره ورځ ۲۵۰۰ ټنه سمنټو تولید شي، چې د سمنټو په برخه کې به د هېواد اړتیاوې پوره کړي.
تر اوسه د کانونو او پټرولیم وزارت له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره د ۶۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د څلورو لویو پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي.