افغانستان
په پنجشیر کې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۱ روغتیايي مرکزونو ترمیم
د پنجشیر ولایت چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت ۲۱ روغتیايي مرکزونه ورغول شوي دي.
د چارواکو په وینا، په دغو پروژو کې د څاګانو کیندل، د عملیاتي کورونو ترمیم، د اوبو رسولو سیسټم جوړول او د تاسیساتو رنګول شامل دي.
چارواکي په دوامدار ډول دغو مرکزونو ته د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د سون توکو د ویش خبر ورکوي.