افغانستانسیمه

اسلامي امارت د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته غبرګون وښود

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې سلطان محمود غزنوي هند ته د لوټمارۍ لپاره تلل، هغه یې «توهین آمیز» او «غیر مسؤلانه» بللي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دوشنبې په ورځ (د مرغومې ۳ مه) په یوه بیان کې وویل چې د خواجه اصف دغه څرګندونې له تاریخي حقایقو د هغه د ناپوهۍ له امله دي.

په دې بیانیه کې راغلي: تاریخ شاهد دی چې سلطان محمود غزنوي رحمه الله هر وخت د مظلومو ملتونو په ځانګړې توګه د مسلمانانو د ژغورنې او خلاصون لپاره هند او نورو سیمو ته سفرونه کړي او هغه د اسلامي امت لپاره ویاړ دی.

ښاغلي فطرت ویلي دي چې دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د “محمود غزنوي” په نوم د پاکستان دفاعي توغندي ویشتل شوي دي.

په اعلاميه کې راغلي: که څه هم سلطان محمود غزنوي په اصل کې يو افغان مسلمان و، خو د خپل ديني مسووليت له امله يې د سيمې له ټولو مظلومو او ګواښل شويو ولسونو سره خواخوږي او همکاري کوله او د هغوی د ژوند او مال دفاع يې خپله دنده ګڼله. نن دا د خواجه اصف او د هغه د خلکو په تصور کې هم نه راځي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button