د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د بیا پرانیستلو او د دغه هیواد د دیپلوماتیکو فعالیتونو د پیل هرکلی کړی دی.
ښاغلي ټیکل د دوشنبې په ورځ مرغومې ۳مه) د یوه ویډیويي ټیپ په خپرولو سره د سعودي عربستان دغه اقدام له اسلامي امارت سره د اړیکو د ټینګښت او په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې یو مهم ګام وباله.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د سعودي عربستان له استازي سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کابل کې د سعودي عربستان سفارت اعلان وکړ؛ په افغانستان کې به خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه بیا پیلوي او د افغانستان خلکو ته به ټول خدمات وړاندې کوي.