په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر سردار احمد شکیب په افغانستان کې د سعودي عربستان له سفیر مشعل مطلق الشمري سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
ښاغلي شکیب لیکلي، چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، افغان اتباعو ته د ویزې د ورکړې بهیر د اسانتیا او یو شمېر نورو مهمو مسایلو خبرې وشوې.