افغانستان
د کابل په روغتونونو کې د زړه د سوري ۴۳ ماشومان معرفي شول
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې د زړه په ناروغۍ اخته ۴۳ ماشومان یې د درملنې لپاره د کابل شپږو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د افغاني سرې مياشتې له خوا ورکول کېږي.