افغانستان
د سالنګ لویه لار به سبا د مسافرو پر مخ پرانیستل شي
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حققان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لار به سبا (سه شنبه د مرغومې ۴مه) د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شي.
نوموړي له مسافرو وغوښتل، چې له دې لارې د تېرېدو پر مهال د خونديتوب لارښوونې په پام کې ونيسي.