افغانستاناقتصاد

عمان د افغانستان د لمریزې انرژۍ په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د عمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال علي زاد علي سره وکتل.

د اقتصاد وزارت وايي چې په دې کتنه کې د عمان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې په اړه خوښي څرګنده کړه.

د يادونې وړ ده، چې دا مهال لسګونه کورنيو او بهرنيو شرکتونو په هېواد کې په بېلابېلو برخو لکه کانونو، کرنې، د انرژۍ په توليد، روغتيايي خدمتونو، زيربناوو، ترانسپورت او کوچنيو او منځنيو تشبثونو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button