ابو محمد الجولاني: موږ له اسرائیلو سره عادي اړیکې غواړو، خو که اسرائیل د ګولان غرونه، چې د سوریې یوه په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوې سیمه ده، اشغال کړي او تر ټولو مهمه دا چې د سوریې او اسرائیلو تر منځ له شوې هوکړې څخه سرغړونه وکړي او د بفر زون قبضه وکړي. نو دا یو دوستانه ګام نه دی.
تر دې وړاندې اسراييل په سوريه کې د حزب الله او ايران په پلمه خپل شتون توجيه کاوه، خو اوس نه حزب الله شته او نه ايران او نه به هم تر هغه وخته پورې شتون ولري چې موږ موجود يو.
نو اسراییل باید دا عذر پریږدي او د سوریې اشغال پای ته ورسوي.
په سوریه کې به اجباري خدمت نه وي، دا به په بشپړ ډول داوطلبانه وي.
موږ هڅه کوو چې په راتلونکو ورځو کې د کارګرانو معاشونه 400٪ زیات کړو.
لومړی لومړیتوب د ویجاړو شویو کورونو بیارغونه او وروستۍ خیمې ته د بې ځایه شویو خلکو راستنول دي.