د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور له یوه ساختماني شرکت سره په ننګرهار ولایت کې د کامې د اوبو او برېښنا پر بند د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، دغه شرکت د یاد تړون له مخې د کامې بند د اوبو لګولو د سیستم په عصري کولو، پراختیا او د کامې بند په نورو برخو کې پانګونه کوي.