افغانستان
په کونړ کې د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کونړ په چک ولسوالۍ کې د ۲۸،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه روغتون چې ۳۰ خونې، پارکینګ او نورې اسانتیاوې لري د (UNHCR) موسسې په مالي مرسته جوړېږي او چارې به یې په راتلونکو لسو میاشتو کې بشپړې شي.