افغانستان
د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په کابل کې په یوه چاودنه کې ووژل شو
سرچینه تاییدوي، چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د دغه وزارت په مرکز کې د چاودنې له امله وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې په دې چاودنه کې څو تنه نور هم وژل شوي دي.
یوه سرچینه زیاتوي، چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د کډوالو چارو سرپرست وزیر د دغه وزارت جومات ته د لمانځه لپاره روان و.
د سرپرست حکومت رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.