افغانستان
په هرات کې د بی کوره ښځو لپاره د ملاتړ مرکز جوړول
د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست له خوا د بې کوره ښځو لپاره د ملاتړ مرکز جوړ شوى دى.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه مرکز په جوړېدو سره به د هرات ښار له بېلابېلو سیمو بې کوره مېرمنې راټولې شي او د اوسېدو ځای به ورته برابر شي.