سیمه
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د التحریر الشام د بریا مبارکي وویله
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې وروستي پرمختګونه د «جګړې او بې ثباتۍ» پای بللی او د سوریې اداری بورډ ته یې د دې پرمختګ مبارکي ویلي دي.
دغه وزارت په یوه بیان کې هیله څرګنده کړې چې په سوریه کې د واک لېږد به د اسلامي نظام د رامنځته کېدو لامل شي.
اسلامي امارت په سوریه کې له میشتو بهرنیو ګوندونو هم غوښتي چې د دغه هیواد له نویو واکمنانو سره د مثبت تعامل او همکارۍ تګلاره غوره کړي.