د خوشتپې کانال په شاوخوا کې د دوو ښارګوټو جوړول
د جوزجان ولايت د مرکز شبرغان ښاروال مولوي حبيب الله قانع وايي: د خوش تپې کانال ته څېرمه د دوه زره جريبه ځمکې په مساحت د دوو هستوګنې ودانيو جوړول د ښاري پراختيا او هوساينې په لور يو ګام دى. د مرکزي حکومت لخوا تصویب کیدو په صورت کې به پیل شي.
ده زياته کړه: د دغو دوو ښارګوټو د جوړولو طرحه د تصويب لپاره د مرکزي دولت مسوولينو ته استول شوې ده. دا ښارګوټي به د خاجه دو کوه ولسوالۍ په چوباش او قزل آیاغ کلیو کې موقعیت ولري ځکه چې شبرغان ښار او د خوشې تپې کانال ته نږدې موقعیت لري.
مولوي قانع څرګنده کړه، د دغو دوو ښارګوټو جوړول نه يوازې د ښاري پراختيا او د خلکو د هوساینې په برخه کې ګټور دي، بلکې ډېرې اقتصادي او ټولنيزې پايلې هم لري او د کرنيزو محصولاتو د لېږد په برخه کې اغېزمن دي.
د يادونې وړ ده، چې شبرغان ښار له درېيو خواوو د ميمنې، سرپل او مزارشريف له ښارونو سره نښلول شوى او د نفوسو يې په ډېرېدو دى.