د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلي بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه د “اډم بوهلر” د ټاکلو اعلان وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر د روانې اوونۍ د دوشنبې په شپه ګواښ وکړ چې د ده تر لوړې مخکې باید اسرائیلي بندیان خوشې شي. هغه وویل: که د جنورۍ له شلمې نیټې مخکې اسرائیلي بندیان خوشې نه شي نو دوزخ به وخوري او منځنی ختیځ به یې تاوان ورکړي.