سیمهنړۍ

ټرمپ له خپلې لوړې مخکې په غزه کې اوربند غواړي

جمهوري غوښتونکی سناتور لینډسي ګراهام چې ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې دی وايي، ټرمپ غواړي چې د جنورۍ په میاشت کې تر خپلې لوړې مخکې په غزه کې د اوربند او د بندیانو تبادله وشي.

ګراهام چې روانه اوونۍ یې اشغال شوي فلسطین ته سفر وکړ او د بنیامین نتانیاهو په ګډون یې له یو شمېر اسراییلي چارواکو سره وکتل، وویل چې ټرمپ د دې هوکړې لپاره تر بل هر وخت زیات هوډمن دی.

دغه لوړپوړي سناتور له Axios سره په مرکه کې وویل: “ټرمپ د یرغمل شویو خوشې کولو لپاره د پخوا په پرتله ډیر هوډ لري او د اوربند د موافقې ملاتړ کوي چې پکې د یرغمل شویو خوشې کول شامل دي.”

لینډسي ګراهام وویل چې ټرمپ غواړي دا ډول تړون اوس وشي.

هغه ادعا وکړه: “زه غواړم چې د اسراییل او سیمې خلک پوه شي چې ټرمپ د یرغمل شویو مسلو تمرکز کوي؛ هغه غواړي چې وژنې ودرول شي او شخړې پای ته ورسیږي.”

ځینې ​​شنونکي د خپل ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کښې له صهیونیسټ رژیم څخه د ډونالډ ټرمپ وحشیانه ملاتړ د لویدیځې اسیا په سیمه کښې د اوسنۍ کړکیچ د زیاتیدو یو علت ګڼي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button