د ایران د سفارت نوی مشر او په افغانستان کې د دغه هېواد د سیاسي نمایندګۍ مشر “علي رضا بیکدلي” نن شنبه (د لیندۍ ۱۰مه) د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ننوت او د ایران د سفارت د یو شمېر ډیپلوماټانو او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له خوا یې تود هرکلی وشو.
باید وویل شي، چې بېکډلي څو ورځې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د فرمان له مخې په دغه هېواد کې د ایران د سفارت د پخواني مشر “حسن کاظمي قومي” ځای ناستی و.