افغانستان
د کډوالو چارو وزارت او دوو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د “افغانستان بیارغونې” او “ټولنیز او پرمختیایي لاره” په نومونو له دوو کورنیو بنسټونو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل.
د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو تړونونو له مخې به د افغانستان د کلیو پراختیا انسټیټیوټ په هرات، فراه او غور ولایتونو کې ۱۶۰ زره ۹۰۸ مهاجرینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۱،۲۰،۱۰۲ امریکایي ډالر ولګوي.
د دې تر څنګ د ټولنيزې او پراختيايي لارې موسسې په کندوز او بدخشان ولايتونو کې پر ٢٠٠ راستانه شويو کورنيو د ٣٧٦٣زره افغانيو په ارزښت ژمنۍ کڅوړې وېشلې دي.