افغانستان

د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو احتمال

د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن پنجشنبه (لیندۍ ۸ مه) په تخار، پنجشیر، بغلان، بامیان، سرپل، جوزجان، دایکندي، کندهار، غور، فاریاب، بادغیس، فراه هرات او هلمند ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتو د احتمال خبرداری ورکړ.

د دې ادارې د وړاندوینې له مخې به د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.

د هوا پېژندنې ادارې هم ویلي چې په لوړو او سړو سیمو کې د واورې ورېدو امکان شته.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button