د لبنان او اسرائيلي رژيم تر منځ د ۶۰ ورځني اوربند تړون د بيروت پر وخت د سهار په ۴ بجو نافذ شو او دواړو غاړو خپل بريدونه ودرول.
د اوربند له پیل سره سم، لبناني رسنیو د لبنان سویل سیمو ته د کډوالو د ستنېدو اعلان وکړ.
په عین حال کښې د اسرائیلو پوځ په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ چې د اوربند له پیل سره سم د دغه رژیم پوځیان د لبنان په خاوره کښې دننه په خپلو پوستو کښې موجود دی او تراوسه نه دی وتلی.
نیواکګر پوځ له لبناني کډوالو غوښتي چې د اوس لپاره دې د لبنان د سویلی سیمو کلیو ته نه ځي. په دې خبرپاڼه کې ادعا شوې ده: “دا سیمه لا خوندي نه ده، او د سویلي لبنان اوسیدونکو ته به خبر ورکړل شي چې بیرته راستانه شي کله چې وضعیت خوندي شي.”
همداشان د اوربند د عملي کیدو نه نیم ساعت مخکې نیواکګرو پوځیانو د لبنان په بیلا بیلو سیمو چې د بیروت ، بیقا ولایت او د لبنان د جنوبي کلیو په شمول په مختلفو سیمو بمبارۍ او ډزې وکړې.
د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو د بيروت په جنوب کښې د “الجناح” په سيمه بمباري وکړه. د لبنان په ختیځ کښې په البقع ولایت کښې د اسرائیلو نیواکګرو پوځیانو سخت هوایی برید ترسره کړ.
لبناني سرچینو هم خبر ورکړی دی چې غاصب صهیونیسټي پوځیانو د لبنان له سویل څخه د وتلو په وخت د کفرکلا په کلي باندې له ۲۰۰ څخه زیات د توپونو ډزې وکړې.
د لبنان له سویلی څخه د اسراييلي پوځ د وتلو لړۍ د سهار له پيل څخه په تدريجي ډول پيل شوه او د يديت احرونوت ورځپاڼې ليکلي چې د لبنان په جنوبي سيمو کې هر ډول پوځي الوتونکي په پراخه کچه ګرځي.