د هېواد په شمال کې د زعفرانو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېر شوي دي.
د هېواد په شمال کې د زعفرانو د کروندګرو اتحادیه وايي، چې د روان کال په ترڅ کې په بلخ او فاریاب ولایتونو کې پر څه باندې درې سوه هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي او تمه ده، چې تر یو نیم ټنو زیات زعفران ترلاسه شي.
په ورته وخت کې یو شمېر کروندګر د خپلو حاصلاتو له زیاتوالي خوښي څرګندوي او له دولتي او خصوصي بنسټونو د زعفرانو د کښت په برخه کې د لا زیاتې مرستې غوښتنه کوي.