افغانستان
په بغلان کې سیلابونو مالي زیانونه اړولي دي
د رسنیو د راپورونو له مخې، په بغلان کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې له سېلابونو وروسته شاوخوا پنځوس د استوګنې کورونه او څو جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
سرچينې د لیندۍ په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سېلاب د بغلان په مرکزي او دهنه غوري ولسواليو کې راغلى دى.
له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست مسوولين هم دغه پېښه تاييدوي او د دې ولايت اوسېدونکو ته يې د مالي زيانونو په اړه معلومات ورکړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سېلاب چاته زيان نه دى اړولى.
دغه سیلابونه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په کوکچنار، منګل، سنګتال او هوفیاني کلیو کې راوتلي دي.
سرچينې وايي، چې د يادو ولسواليو خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
په همدې حال کې د سیلابونو له امله د کندز-بغلان لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.