هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د چابهار بندر د کاري ډلې په درېیمه ناسته کې د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي وده کې د دغه بندر پر اهمیت ټینګار وشو.
دغه غونډه په هند کې جوړه شوې وه چې پکې د هند، ایران، ازبکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې استازو ګډون کړی و.
د غونډې په مهمو موضوعاتو کې منځنۍ اسیا ته د بدیل سوداګریزې لارې رامنځته کول او د چابهار بندر له لارې د سیمه ییز اتصال پیاوړي کول شامل دي.