افغانستان
په زابل کې د څه باندې ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پله د بیارغونې چارې پیل شوې
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حققان وايي، د څه باندې ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د یوه پله د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د هغه په وينا، دغه پول، چې ٥٦،١٥ متره اوږدوالى لري، د زابل ولايت د شينکۍ، شملزو او اټغر ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي.