د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي چهارشنبه ورځ له مولوي محمد یعقوب مجاهد سره وکتل.
د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: “دواړو لورو د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاریو او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړې.”
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو “په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو لپاره پر خپل چمتووالي ټینګار وکړ.”
باید وویل شي، چې ښاغلي قومي پرون د دغه هېواد د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال سره وکتل او د دواړو لورو ترمنځ یې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.