افغانستان
د سیاسي کمېسیون غونډه: د سیمې، نړۍ او له هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا
د لومړي وزیر د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون په غونډه کې د سیمې پر وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې.
په دې کتنه کې د نړۍ او له هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا، د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو، د ژمي د موسم له رارسېدو سره د نړیوالو مرستو د همغږۍ او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د لاسته راوړنو په اړه خبرې وشوې. د ځینو مهمو مسایلو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.