ان بي سي نیوز د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د هغو افسرانو محاکمه وکړي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې ښکېل دي.
د دې مسلې سره آشنا سرچینو ویلي چې د ټرمپ ټیم دا تحقیقات “ډیر جدي” اخلي او د بایډن ادارې مسؤل چارواکو لخوا د خیانت قضیې په لټه کې دي.
د دغه رپوټ له مخې د ټرمپ د انتقال ټیم د هغو پخوانیو او اوسنیو امریکايي پوځي افسرانو نوملړ چمتو کوي چې له افغانستان څخه په وتلو کې مستقیماً ښکېل وو او ښايي پوځي محکمې ته د ځواب ویلو لپاره حاضر شي.
د امریکايي خبري چینل ان بي سي نیوز د راپور له مخې د ټرمپ د ادارې د انتقالي ټیم غړي په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د څېړنو پر پیل غور کوي.
ویل کیږي چې دوی پلان لري چې په دې عملیاتو کې د ښکیلو پوځي چارواکو نوملړ چمتو کړي. دوی اوس هم په دې غور کوي چې ایا دوی پوځي محکمې ته وړاندې شي او که نه.