د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس شیخ شهاب الدین دلاور د اسیا لپاره د بیل ګیټس بنسټ د پولیو څانګې له مشرې انا ماریا او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو له مخې ښاغلي دلاور د دې بنسټ د فعالیتونو په اړه د معلوماتو په ورکولو سره د بیل ګیټس بنسټ د مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د بېل ګېټس بنسټ مشر د افغاني سرې مياشتې د خدمتونو د ستاينې ترڅنګ ژمنه وکړه چې له دې ادارې سره به خپلې مرستې زياتې کړي.