سیمهنړۍ

د ملګرو ملتونو په کمیټه کې د فلسطین د خلکو د حاکمیت له حق څخه د ملاتړ لپاره د پریکړه لیک مسوده تصویب شوه

د ملګرو ملتونو غړو د دغه سازمان د عمومي اسامبلې په یوه کمیټه کې د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ له حق څخه په ملاتړ کې د یوه نوي پریکړه لیک مسودې ته رایه ورکړه.

د ملګرو ملتونو په یوه کمیټه کې ۱۵۸ هیوادونو د «فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د ختیځ بیت المقدس او د سوریې په جولان کې د عربو نفوس د خپلو طبیعي زیرمو په سر د دایمي حاکمیت په رسمیت پیژندلو» پریکړه لیک ته رایه ورکړه.

دغه پرېکړه ليک د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د بشري حقونو او بشري چارو د کمېټې له خوا تصويب شو او د امريکا، کاناډا او اسراييلو په ګډون اوو هېوادونو د دغه پرېکړه ليک پر ضد رايه ورکړه او ١١ هېوادونو يې برخه نه وه اخيستې.

استرالیا، انګلستان، نیوزیلینډ، فرانسه، جرمني او جاپان هغه هیوادونه وو چې دغه پریکړه لیک ته یې رایه ورکړه.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به په راتلونکي پړاو کې د دغه پریکړه لیک پر مسودې بیا کتنه وکړي. په پرېکړه ليک کې پر ملګرو ملتونو غږ شوی چې په اشغال شويو سيمو کې پر طبيعي سرچينو د فلسطين دايمي حاکميت په رسميت وپېژني.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button