د ترکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر په یوه تلویزیوني پروګرام کې وویل: “زه فکر کوم چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له سوریې څخه د خپل هېواد پوځ وباسي.”
هغه وویل چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې درې ځله له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو سپارښتنه کړې وه او دا ځل به هم وکړي.