افغانستان

د زابل په بېلابېلو سیمو کې د ۴ روغتیايي مرکزونو فعالول

د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په دایچوپان، ارغنداب، شاجوی او شملزو ولسوالیو کې یې څلور روغتیايي مرکزونه بېرته فعال کړي دي.

د زابل ولايت د عامي روغتيا رياست مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې اړه په جوړو سويو مراسمو کې د زابل مرستيال والي مولوي محب الله حماس وويل چې د دغه ولايت رهبري هڅه کوي چې د په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې د خلکو لپاره د غوره خدماتو او اړینو اسانتیاوو برابرول.

دغه راز د زابل ولايت د عامي روغتيا رئيس ډاکټر ميرويس افغان هم په خپلو خبرو کي وويل، چي په دغو روغتيايي مرکزونو کي ۳ اساسي کلينيکونه او يو فرعي کلينيک شامل دي، چي پر پرسونل سربېره دغو کلينيکونو ته ۱۴۵ درمل هم ورکړل سوي دي.

د زابل ولايت د عامي روغتيا رئيس ټينګار وکړ، چي د ژمي له رارسېدو څخه د مخه د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کي د روغتيايي مرکزونو د مجهزولو او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو په موخه هڅې رواني دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button