افغانستاننړۍ

د هیلوټرسټ ماین پاکۍ موسسه: افغانستان یو له هغو څلورو هیوادونو څخه دی چې په ماینونو ککړ دي

په یوه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ (۲۱ لړم) خپور شو، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ موسسې اعلان وکړ چې په ککړو سیمو کې د پرسونل ضد ماینونو په پاکولو کې ۱۰ سلنه کموالی راغلی دی.

دغه سازمان له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ماينونو او چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره خپلې سياسي او مالي مرستې زياتې کړي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې له ۶۵ مربع کیلومتره زیاته ځمکه د ناچاودو توکو له امله ککړه ده.

اړونده مقالې

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه په افغانستان کې د ناچاودو ماینونو د ککړې ځمکې ټوله مساحت ۵۳ کیلومتره مربع ته رسېدلی دی.

هیلوټرسټ همدا راز اعلان وکړ چې اوس مهال د نړۍ شاوخوا 60 هیوادونه په ځمکنیو ماینونو ککړ دي او دغه سازمان د دغو هیوادونو په دریمه برخه کې فعالیت کوي.

دغه سازمان افغانستان یو له هغو څلورو هېوادونو څخه په نښه کړی چې په ماینونو ککړ دي او وايي چې په دغه هېواد کې د ماین پاکۍ د ۲۲۳۵ کارکوونکو په لرلو سره فعالیت کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button