سیمهنړۍ

د قطر د بهرنیو چارو وزارت: د حماس او اسراییلو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره زموږ هڅې د اوس لپاره وځنډول شوې

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د تړلو او په غزه کې د اوربند له خبرو اترو څخه د دغه هېواد د وتلو راپورونه رد کړل.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر رول مهم دی، قطر د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند په خبرو کې یوازینی منځګړیتوب ځنډولی دی.

اړونده مقالې

د دغه اعلان پر بنسټ، قطر لس ورځې وړاندې اسرائیلو او حماس ته خبرداری ورکړی و، چې که د خبرو په دغه پړاو کې یوې هوکړې ته ونه رسېږي، دغه هېواد به خپلې هڅې ودروي.

د اعلامیې له مخې، قطر او ملګري به یې دا خبرو ته هغه وخت دوام ورکوي چې د جګړې ښکېلې خواوې په غزه کې د اوربند ټینګولو لپاره قوي اراده ولري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button