افغانستان

په ځینو دولتي ادارو کې نوې ګمارنې

مولوي ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ د لړم په ۱۵مه په ایکس کې یوه مقاله خپره کړې او ویلي یې دي چې د دغه حکم پر بنسټ د پروان ولایت پخوانی مرستیال مفتي محمد ادریس انوري د دغه ولایت د والي په توګه، مولوي محمد ابوالفضل عثماني د پروان ولایت د مرستیال په توګه، د پروان پخوانی والي مولوي قدرت الله امیني د کورنیو چارو وزارت د امنیتي سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.

دغه راز د سرپل ولایت پخوانی مرستیال مولوي محمد نادر حقجو د تخار ولایت د مرستیال په توګه، د تخار ولایت پخوانی مرستیال ملا خان محمد حقاني د سرپل ولایت مرستیال، د بامیان ولایت د استخباراتو پخوانی رئیس مولوي نیک محمد حذیفه د غور ولایت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي. مولوي محمدالله باري د پکتيکا ولايت د امنيه قوماندان په توګه او دغه راز د پکتيکا ولايت پخوانى امنيه قوماندان شيخ محمد شريف حليم د ننګرهار ولايت د پوهنې د رييس په توګه ټاکل شوى دى.

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر وزارتونو او دولتي ادارو کې نوي بدلونونه راغلي وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button